د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري د نیالګیو په کینولو کار پیل شو!

کابل ښاروالۍ د ۱۳۹۹ کال د کب په لومړی نېټه، د اوومې ناحیې اړوند د سلطان پاچا زیارت د تپې له من کې د ۱۲۰۰ نیالګیو په کینولو،د ګذر وکیلانو شورا د رئیسانو، ښځو او ځوانانو په ګډون، په هیواد کې د سراسري او تلپاتې سولې راتلو په موخه پیل کړ چې ورسره به د کابل ښار زرغونتیا ډیره شي.  د نیالګیو کینولو کار، د کابل ښاریانو لپاره ښه فرصت دی، څو هڅه وکړي د زرغون او ښایسته کابل او ښیرازه چاپیریال راتلو په موخه له کابل ښاروالۍ همغږي او همکار و اوسي.  په کابل ښار کې اوسنۍ زرغونتیا او ونې بسنه نه کوي او اړینه ده، څو ښاریان د خپلو هټیو، کورونو او ملکیتونو مخې ته لږ تر لږه د یوه نیالګي په کینولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخلي او په دې توګه خپله هیوادنۍ مینه او دیني دنده ادا کړي.  د سلطان پاچا په تپه کې په تیرو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له لوري ۵ زره نیالګي کینول شوي دي، او اړینه ده د نویو نیالګیو په کینولو سره  د یادې تپې لمنې زرغونې شوې دي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالي د کابل په دې موسم کې، د نیالګیو کینولو لپاره اړینې تیاریانې لري او د کابل ښار په بیلابیلو ناحیو کې به تر دوه سوه پنځوس زره ډیر نیالګي کینوي.