د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې ښځو د مارچ د اتمې په ویاړ نیالګي کینول!

د دیارلسمې ناحیې د ځوانانو او ښځو شورا استازو د مارچ له اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسب نیالګي کینول. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیالې مهتاب عالمي په یادو مراسمو کې د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې کابل ښاروالي هڅه کوي څو زرغونو سیمو ته پراختیا ورکړي او د مدیریت په برخه کې خړوب لپاره نوی سیسټم رامنځته کړي. نوموړې زیاته کړه چې کابل ښاروالي ژمنتیا لري څو په بیلابیلو ناحیو کې ښځو ته تفریحي سیمې او ټولنیزې اسانتیاوې رامنځته کړي. آغلې عالمي وویل چې ښځې اوسمهال د کابل ښاروالي په ټولنیزو پروګرامونو او رغیزو چارو کې رغنده رول لري او زیاته یې کړه چې ښځې کولای شي په کورنۍ کې له مهم رول څخه په ګټې اخیستنې په زیربنايي او بیارغونې چارو کې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي. په یادو مراسمو کې لسګونه نیالګي د قلعه مهتاب په ګولایۍ او ورڅیرمه سیمو کې د زیات شمیر ښځو په ګډون کینول شول.