د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کب له شلمې نمانځنه وشوه او په هیواد کې د نیالګیو کینولو ملي کمپاین پیل شو !

د کابل ښار د ښایست او ښکلا په موخه نن د کب له شلمې یا د نیالګیو کینولو ملي ورځې په ویاړ په کابل پوهنتون د (هر افغان یو نیالګي) تر سرلیک لاندې نمانځنه شوه او دغه راز د نیالګیو کینولو کمپاین رسما د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی،د چاپیریال ساتنې ملي اداري د مشر شاه زمان میوندوال او د کابل پوهنتون رئیس محمد عثمان بابري له لوري د یوه یوه نیالګي په کینولو سره پیل شو. په یادو مراسمو کې کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو د اعلان سربیره د چاپیریال او زرغونو سیمو په ارزښت خبرې وکړې او په راتلونکي کال کې یې د زرغون او ښایسته کابل په جوړیدو ټینګار وکړ. کابل ښاروال دغه راز وویل چې له دې وروسته به د کابل ښار په کچه نیالګي کینول شي او په ساتنه کې یې د کابل ښار د ټولو اوسیدونکو  په ځانګړې توګه د پوهنتون د استادانو همکاري اړینه وبلله. د زرغونو سیمو د ساتنې او د نیالګیو د خړوب په برخه کې پرلپسې پروګرامونه پلي کیږي په ځانګړې توګه د خړوب قطره ایي سیسټم رامنځته کیږي،چې کار یې د تیر کال را پدیخوا پیل شوی دی. د کابل ښار په کچه زرغونې سیمې او ونې بسنه نه کوي او د نیالګیو کینولو موسم ښه فرصت دی څو ښاریان د کابل ښار په زرغونتیا او ښکلا کې برخه واخلي. کابل ښاروال هیله وښوده،څو هر څوک د خپلو ملکیتونو او هټیو مخې ته د یوه نیالګي په کینولو سره خپله دیني او هیودانۍ ونډه ادا کړي او په دې توګه د زرغونو اغوستونکو سره په مرسته کولو د دې لویې خدماتي ادارې سره همغږي او همکار و اوسي. کابل ښاروال وویل چې د زرغونو سیمو او پارکونو چې د زرغونتیا وړ وي د دوی د ادارې له لوري طرح او ډیزاین کیږي چې د ښاري معیارونو سره سم په راتلونکي کال کې یو شمیر پارکونه د ښار په کچه جوړ او بیا ورغول شي. کابل ښاروال وویل چې د نیالګیو کینولو په دې موسم کې به د ښار په کچه له دوه سوه پنځوس زره ډیر نیالګي په بیلابیلو ناحیو کې کینول شي. وروسته د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مشر او د کابل پوهنتون رئیس خبرې وکړې او د زرغونو سیمو پر پراختیا او ساتنه یې ټینګار وکړ. دوی هیله وښوده چې اړوند ادارې دي په همغږۍ د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په برخو کې ډیر هڅې او کوښښ وکړي.