د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کار پیل شو!

په دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کار له چهل دختران تپې څخه د یاد ناحیې د اوسیدونکو په ګډون د زرغونتیا او ښکلا په موخه پیل شو. کابل ښاروالي ژمنتیا لري څو د زرغونو او تفریحي سیمو د پراختیا په موخه د دیارلسمې ناحیې اړوند د چهل دختران تپه په یوه لویه تفریحي سیمه بدله کړي،په همدې موخه پکې د زرګونو نیالګیو کینولو کار روان دی. کابل ښاروالي دغه راز پلان لري څو برابرې پراختیا ته په کتو په بیلابیلو ناحیو کې لنډمهالي،منځمهالي او اوږدمهالي پروګرامونه په ځانګړې توګه د زرغونو سیمو د پراختیا او پارکونو په برخه کې د خلکو په همکارۍ پلي کړي. دغه راز ټاکل شوې ده د کابل ښاروالۍ له لوري د چهل دختران تپې په لمن کې یو لوی تفریحي پارک چې، دیوالونه،د پلو لارو په تیږو فرش،یوه حلقه ژوره څاه، د اوبو ذخیره، د کوچنیانو لپاره د لوبو وسایل،سپورټي لوبغالي او د زینتي بوټو او ونو کینول پکې شامل دي په معیاري توګه جوړ کړي. دا د ټولو خلکو او مسئولانو هیله ده څو په دیارلسمه ناحیه کې د یاد پارک په جوړیدو سره سیمه زرغونه او ښکلې شي او دغه راز د کابل ښکلا ورسره زیاتوالی پیدا کړي. د یادې ناحیې اوسیدونکو څرګنده کړه چې د زرغونو سیمو په پراختیا،ښاري نظم او ښاري فرهنګ برخو کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي. موږ ټول مسئولیت لرو څو د خپلې سیمې د ښایست او ښکلا په موخه لږ تر لږه یو نیالګۍ کینو او ساتنه ترې وکړو.