د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې( پغمان) په کچه د نیالګیو کینولو ملي کمپیاین پیل شو!

د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه د یوه پروګرام په ترڅ کې د پغمان په سیمه کې د ( ښځې کولای شي کابل ښار زرغون کړي) ترسرلیک لاندې نیالګیو کینولو کمپیاین پیل شو. په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او زرغونو سیمو د ساتنې مرستیالې آغلې مهتاب عالمي د کابل ښار په کچه د نیالګیو کینولو ملي کمپیاین د پیل اعلان وکړ او د زرغونو سیمو او سالم ښاري چاپیریال په اړه یې خبرې وکړې. آغلې عالمي له هغو ښځو چې په دې پروګرام کې یې ګډون وکړی وو، مننه وکړه. نوموړې زیاته کړه چې،د ښار په کچه د یادو نیالګیو د کینولو په برخه کې اړین پروګرامونه تر لاس لاندې دي چې له ډلې یې د خړوب په موخه د قطره ای سیسټم رامنځته کول د یادونې وړ بولو، چې کار یې د تیر کال راپدیخوا پیل شوی. آغلې عالمي زیاته کړه چې د ښار په کچه اوسنۍ زرغونې سیمې بسنه نه کوي او ښاریان باید لږ تر لږه د خپلو ملکیتونو مخې ته د یوه نیالګي په کینولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخلي او په دې توګه خپله هیوادنۍ او اسلامي دنده ادا کړي. نوموړې وړاندې وویل چې د نویو پارکونو او زرغونو سیمو او هغه مخکې پیژندل شوې سیمې چې د زرغونتیا وړتیا لري د کابل ښاروالۍ له لوري بیارغول کیږي چې په بیلابیلو پړاونو کې به یې په اړه اقدام وشي، چې له ډلې یې د پغمان عمومي باغ پارک یادولی شو چې په بنسټیزه او معیاري توګه به بیاورغول شي.