د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

اغا خان موسسې کابل ښاروالۍ ته ۷۵۰۰ نیالګي وسپارل!

د اسکان لپاره د اغاخان موسسې له لوري د کابل ښار د زرغونتیا په موخه له کابل ښاروالۍ سره د ۷۵۰۰ نیالګیو مرسته وشوه. له دې نیالګیو به سلګونه هغه یې لسمې ناحیې اړوند د وزیرمحمد اکبرخان او بي بي مهرو تپو په لمنو کې کینول شول. په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال محمد فاضل شریفي. د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئیس شاه زمان میوندي،د ښار جوړونې او ځمکو وزارت مرستیالې سحر همدرد او د یو شمیر نورو ادارو استازو ګډون کړی وو او په خپلو خبرو یې له هغو موسسو څخه چې د کابل ښاروالۍ سره د پروګرامونو په تطبیق کې مرسته وکړي،مننه او ستاینه وکړه. په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي په خپلو خبرو کې وویل چې د کابل ښاروالۍ رهبري له هغه بنسټونو او موسسو څخه چې د کابل ښار په زرغونتیا کې برخه اخلي مننه او ستاینه کوي. د ښاغلي شریفي په وینا هغه سیمې چې د زرغونتیا وړتیا لري د کابل ښاروالۍ په تر جدي پاملرنې لاندې دي. کابل ښاروالي د یو لړ پروګرامونو له لارې د نویو زرغونو سیمو پر رغونې او بیارغونې په اړه اړین اقدامات کوي،څو له یوه لوري ښاري ښکلا او زرغونتیا ډیره شي او له بل لوري ونو او بوټو ته چې خورا ارزښت لري پاملرنه وشي. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل چې د یادو نیالګیو او بوټو د خړوب لپاره نوي لارې چارې ترلاس لاندې دي،څو زرغونې سیمې غوره تغیر وکړي.