د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو!

د شپاړلسمې ناحیې په کچه د نیالګیو کینولو ملي کمپاین د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او زرغونو سیمو د ساتنې مرستیالې ډاکتر مهتاب عالمي،مشرانو،عالمانو، د ګذر وکیلانو او د یادې ناحیې د یو شمیر ښځو او ځوانانو په ګډون پیل شو.  د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او زرغونو سیمو د ساتنې برخې مرستیالې د زرغونو سیمو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د یادو نیالګیو د ساتنې او خړوب لپاره ځانګړې لارې چارې ترلاس لاندې لري چې د ښاریانو په مرسته به وکولای شي ډیر شمیر سیمې زرغونې کړي او په دې توګه به د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا شاهدان و اوسو. نوموړې وړاندې وویل چې،هغه سیمې او پارکونه چې د شپاړلسمې ناحیې په کچه د زرغونتیا وړتیا لري د یوه تخنیکي ټیم له لوري یې څیړنه روانه ده چې په بیلابیلو پړاونو کې به یې په اړه اقدام وشي، څو د ناحیو اوسیدونکي د زرغونتیا او ښکلا شاهدان و اوسي. په دې کمپاین کې سلګونه بیلابیل ډوله نیالګي کینول شول او ټاکل شوې ده چې د یادې ناحیې په کچه د تیر کار په پرتله ډیر نیالګي کینول شي څو د سیمو زرغونتیا ورسره لا ډیره او پراخه شي.