الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکو د کته بلندی تپې پر سر نیالګیو کینولو کې ګډون وکړ!

د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د نیالګیو ملي کمپاین پر دوام، د دیارلسمې ناحیې زیات شمیر اوسیدونکو په ګډه د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره د کته بلندي تپې پر سر د سلګونو نیالګیو په کینولو کې ګډون وکړ. ټاکل شوې ده کابل ښاروالي د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه د کته بلندي تپه په دیارلسمه ناحیه کې په یوه مصئون زرغون او تفریحي ځای بدل کړي. د ښاري فرهنګ د بډاینې او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکو ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره به په دې برخه کې مرسته کوي او دغه راز به یې په خړوب او پالنه کې هم اړینې چارې ترسره کړي.