د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په کچه د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو!

د نیالګیو کینولو د ملي کمپاین پر دوام په اتمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د مسئولانو،د ګذر وکیلانو،ښځو او ځوانانو په ګډون د رحمان مینې په ښځینه پارک او رحمان بابا مینې پارک کې پیل شو. ګډونوالو د نیاګیو په خړوب او ساتنه،د زرغونو سیمو پر پراختیا او په ساتنه کې یې د خلکو او ښاریانو د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د کابل ښار زرغونتیا ته باید تر پخوا ډیره پاملرنه وشي او ښاریان هم په دې برخه کې باید همکار و اوسي،ځکه زرغونتیا د ژوند د سوکالۍ لپاره مهم او اړین رکن دی. ټاکل شوې ده زر بیلابیل نیالګي د یادې ناحیې اړوند په بګرامیو تپه،پارکونو د عمومي واټونو په غاړو او یو شمیر نورو سیمو کې کینول شي او دا کار به په پراخه کچه دوام ولري.