د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اولسمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره شو!

د زرغونو سیمو د پراختیا او ښاري ښکلا په موخه د کابل ښاروالۍ مسئولانو او ښاریانو په ګډه د پسرلي موسم ته د ښه راغلاست په موخه سلګونه نیالګي په هغه سیمو کې کینول چې د زرغونتیا وړتیا لري. ټولو ژمنه وکړه چې د یادو نیالګیو په ساتنه او خړوب کې به مرسته کوي. د زرغونو او ښکلو سیمو شتون په ښاري او ټولنیز ژوند کې اړینه موضوع ده، ټول ښاریان باید په دې برخه کې خپل فردي او ټولنیز مسئولیتونه ادا کړي. ټاکل شوې ده د اولسمې ناحیې په کچه زرګونه نور نیالګي هم په هغه سیمو کې چې د زرغونتیا وړتیا لري کینول شي او د ځانګړو سنجول شویو لارو چارو له لارې به یې د خړوب او ساتلو په موخه اقدامات وشي.