د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د نیالګیو کینولو کمپاین پر دوام، د لسمې ناحیې زیات شمیر ښځینه اوسیدونکو په یو ګډ کار کې د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره یوځای د نیالګیو په کینولو کې برخه واخیسته. د لسمې ناحیې ښځینه اوسیدونکو دا کار د ښاري فرهنګ غښتلي کیدو او د زرغونو سیمو د پراخیدو په موخه وکړ او دوی ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره به د یادو نیالګیو په پاللو او ساتلو کې هم مرسته کوي.
د لسمې ناحیې د ښځو شورا غړو د نیالګیو په کینولو او د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته!