د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یو ویشتمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو!

د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه د یو ویشتمې ناحیې په کچه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نیالګیو کینولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي، د ولسي جرګې پخواني غړي ملا ترخیل او د یادې ناحیې د اوسیدونکو په ګډون پیل شو. په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبرو کې د اقلیم په بدلون کې د زرغونو سیمو شتون مهم وباله او زیاته یې کړه چې دا موضوع د کابل ښاروالۍ په لومړیتوب کې قرار لري. نوموړي دغه راز وویل چې د برابرې پراختیا ته په کتو د زرغونو سیمو د پراختیا او بیارغونې په برخه کې کارونه روان دي،چې ورسره به د ونو او زرغونو سیمو ارزښت ډیر او پیاوړی شي. د ولسي جرګې پخواني غړي ملا ترخیل بیا د زرغونو سیمو په پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټول باید د زرغونو سیمو په پراختیا کې هڅه وکړي او په ځانګړې توګه د نیالګیو کینولو په موسم کې په دې برخه کې خپلې هڅې دریغ نه کړي، ځکه زرغونې سیمې او ونې په ژوند کې له خوار ارزښت برخمنې دي. کولای شو په ګد کار سره په ټولنیز او فردي ژوند کې د غوره ښاري تغیر شاهدان و اوسو، نو اړینه ده ټول په ګده د ښار په ابادۍ او زرغونتیا کې برخه واخلي. د یادونې وړ ده چې د نیالګیو کینولو په دې کمپاین کې به د یو ویشتمې ناحیې په کچه له لسو زرو ډیر نیالګي کینول شي او له هغه به په سمه توګه پالنه وشي.