د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د نیالګیو کینولو کار دوام لري!

د لسمې ناحیې اړوند د جمهوریت سړک پر غاړو د نیالګیو کینولو کار  د زرغونو سیمو د پرختیا او ښاري ښکلا په موخه د سلګونو نیالګیو په کینولو سره دوام لري. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د نیالګیو کینولو کار یو ښه فرصت دی څو تول د ښار په زرغونتیا او ښکلا کې برخه واخلي. ورته مهال د لسمې ناحیې مسئولانو د جمهوریت په نوي جوړیدونکي سړک د نیالګیو په کینولو کې د خلکو او مسئولانو ترمنځ د ۵۰ سلنې برخې اخیستنې او اماده والي یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دا کار د مسئولانو او ښاریانو ترمنځ د یوې هوکړې پر بنسټ ترسره کیږي، چې کابل ښاروالي ژمنتیا لري څو په راتلونکو ورځو کې په جمهوریت سړک سلګونه نیالګي کینوي او له هغو په ښه توګه ساتنه او پالنه وکړي. خلک کولای شي په خپل فعال ګډون د کابل ښار په ښکلا کې برخه واخلي،خلک باید د نیالګیو په کینولو سره د نارنجي اغوستونکو سره مرسته وکړي او خپله دیني او ښاري دنده ادا کړي.