د اوومې ناحیې اړوند د قلعه فتوح منځني ښوونځي ته څیرمه د سړک کانګریټ کولو چارې د ښاریانو په مرسته پیل شوې. د اوومې ناحیې د ښاري پراختیا آمر انجنیر سمیع الله کریمي په دې اړه وویل: یاد سړک (۲۶۲ ) متره اوږدوالی او ۶ متره پراخوالی لري چې په اساسي توګه به د ۳ میلیونه او ۳ سوه زره افغانیو په ارزښت،د حاجي عبدالله او د هیواد په ننه او بهر کې د یو شمیر هېوادوالو په مالي مرسته جوړشي او ورسره جوخت به د سیمې د چاپیریال ساتنې برخې ستونزې حل او د هوا په ککړتیا کې به کموالی راشي. د یادولو وړه ده چې، کابل ښاروالۍ د ښار په آبادۍ او پرمختګ کې د ښاریانو له مرستې او ګډون څخه مننه کوي.
د قلعه فتوح منځني ښوونځي ته څېرمه د سړک کانګریټ کولو چارې پیل شوې!
4 میزان 1401