د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري ګذر وکیلانو ته د باورلیکونو د ویش لړۍ پیل شوه!

4 میزان 1401

8962.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معینیت له لوري نویو ټاکل شوو ګذر وکیلانو ته د باورلیکونو د ویش لړۍ، د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصوري له لوري پیل شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په دې اړه وویل چې، د دې باورلیکونو پر بنسټ به ګذر وکیلان د ادارو په کچه رسمیت پیدا کړي او د خپلو مسئولیتونو او مکلفیتونو په ترسره کولو کې به باوري و اوسي. ورته مهال ګذر وکیلانو د کابل ښاروالۍ د پلانونو او پروګرامونو په پلي کېدو کې د هر راز مرستې ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د ښاري ژوند د قانوني کولو او نظم لپاره به خپلې هڅې دریغ نه کړي. د یادونې وړ ده چې په لومړۍ ورځ د کابل ښاروالۍ له لوري ۲۶ ګذر وکیلانو ته باورلیکونه ورکړل شول او ټاکل شوې ده چې د ښار په کچه ټولو ګذر وکیلانو ته باور لیکونه وویشل شي.