وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 4.00 ق-ظ
طلوع آفتاب 5.2 ق-ظ
اذان ظهر 12:45 ب-ظ
اذان عصر 5:30 ب-ظ
اذان مغرب 6.55 ب-ظ
اذان خفتن 8:15 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1000 تومان 1.2 افغانی
1000 کلدار 245 افغانی
1000 هندی 822 افغانی

روزنامه های کابل

د کابل ښاروال پیغام

  • داورښتونو اوبو ستونزې په اړه دکابل ښاروالۍسرپرست پیغام

    کابل درنو ښاریانو! لکه څنګه چې په تیره اونۍ کې هم وویل شول د اوړښتونو اوبو ستونزه ترډیره بریده د کابل ښار په ځینو سیمو کې حل شوي او یواځي د وزیرآباد کانال شاوخوا سیمو کې چې کار پرې روان دي په روان کال کې له دي ستونزې سره مخ یو، کابل ښاروالۍ د دي ستونزې مخنیوي او د باران اوبو کنټرول په موخه له شته امکاناتو نه په ګټي اخیستنې سره خپل چمتووالي لري

    ادامه...
  • د ورستیو اورښتنو په وخت کې د ښار وضعیت په اړه د کابل ښاروالۍ سرپرست پيغام

    درنو ښاریانو! لکه څنګه چې خبریاست وروستي اورښتونه د دي لامل شول چې اوبه کانالونوڅخه بهر او په پلو لارو، سړکونو کې روانې شي، د دي موضوع اساسی لامل په ښار کې د معیاري کانالونو نشتون ده چې ټولې اوبه ځان ته جذب او له ښار څخه یې بهر ولیږدوي، او له بدمرغه دویم لامل یې د شته کانالونو بندیدل دی چې ښاریان د خځل ځایونو په توګه ترې کار اخلي.

    ادامه...
  • د ولسي جرګې ټاکنیزو کمپاینونو په اړه د کابل ښاروالۍ خبرتیا

    کابل ښاروالۍ خبرتیا: کابل ښاروالۍ د ولسي جرګې ټولو درنو نوماندانو ته خبر ورکوي چې، د ښار ښکلا ساتلو او د قانون له مخې په سمه توګه د اشتهاراتو ټکس راټولو په موخه هیڅوک د کابل ښاروالۍ ، نو په دي خاطر ټول اشتهارات چې په دي ورستیو کې په غیر قانوني توګه اجازي پرته په ښار کې خپل اشتهارات نشي لګولي،د کابل ښاروالۍ له لوري راټولیږي، ادامه...
  • د المپيک نړیوالې ورځې په اړه د کابل ښاروال پیغام

    د المپيک نړیوالې ورځې په اړه خپلې نیکي پيرزوینې د افغانستان ورزشي ټولني ته وړاندې کوم، له تیرو ۱۷کلنو نه تر دی دمه ورزش د افغانستان اسلامي جمهوریت اړینه لاسته راوړنه ګڼل کیږي چې یو شمېرلوبغاړو افغانستان او په ځانګړي توګه ورزشي ټولني ته ویاړونه ور په برخه کړي، له کرکیټ څخه نیولي

    ادامه...
  • د کابل ښار له اصنافو او هټیوالو څخه د کابل ښاروالۍ سرپرست غوښتنه

    درنو اصنافو او هټیوالو! لکه څنګه چې لیدل کیږي په دي وروستيو کې په کابل ښار کې د لومړنیو خوراکي توکو بیه بی حده لوړه شوی او دا د دي لامل کیږي چې زمونږ یو شمېرفقیر هېوادول ونه شي کړي د اختر خوښیو لمانځلو لپاره خپل د اړتیا وړ توکي واخلي. نو په دي خاطر د کابل ښار له ټولو اصنافو او هټیوالو څخه هېله کیږي چې د خوراکې توکو بیه لوړه نکړئ

    ادامه...
  • د چاپیریال ساتنې نړیوالي اونې په اړه د کابل ښاروالۍ سرپرست پيغام

    ګرانو هېوادوالو ! راځئ چې خپل او د راتلونکي نسلونو ژوند وغځو
    چاپیریال ساتنه لکه څنګه یې چې له نوم څخه څرګندیږي د ژوند چاپیریال ته ویل کیږی، که په ټولیزه توګه د ژوند چاپيریال ته نظر وکړو نو ویلي شو چې د ځمکي کره د ټولو هغو مخلوقاتو پخاطر ده چې په کې ژوند کوی لکه انسانان،حیوانان،الوتونکي،کبان او حشرات او داسي نور……

    ادامه...
  • د کارګر نړیوالې ورځې په اړه د کابل ښاروالۍ سر پرست پیغام

    د غویي میاشتي۱۱ مه نیټه چې د می میاشتي له لومړی نیټي سره برابره ده د کارګر نړیوالي ورځ سره سمون لری، ۱۳۲کاله مخکې په ۱۸۸۶میلادی کال کې د امریکا متحده ایلاتو کې کارګرانو د کاری ساعتونو کموالي او مزد ډیروالي پخاطر لاس په لاریونونو پوري کړ، چې د دي لاریونونو مرکز د “شیکاګو“َ ښار وو ه څه هم د دغو لاریونونو لړۍ د کارګرانو له لارې د نړۍ نورو هیوادونو ته هم وغځیده

    ادامه...
  • د مغولیانو د وخت د هنری آثارو نندارتون په اړه د کابل ښاروال پیغام

    ګرانو اوسیدونکو : کابل ښار له اوږدي تاریخي او کلتوری مخینې سره تل د امپراطورانو او پیاوړو قدرتونو پام ځان ته را اړولي، د دي ښار اوسیدونکي له هرپلوه د لوړ کلتور او ښه مدنیت خاوندان پاتي شوي، کله چې کابل ښار د تیمورشاه ابدالي په وخت کې د پلازمیني په توګه وټاکل شو، دي ښار د ډيرو یرغلګرو پام ځان ته راوګرځاوه او

    ادامه...
  • د کابل ښاروالۍ د عوایدو لوړوالۍ پخاطر د کابل ښاروال پیغام

    کابل درنو ښاریانو!
    له کوم وخت راهیسي چې په دې اداره کې د فساد په وړاندې مبارزه پیل شوی، تر دي دمه د ډیرو لاسته راوړنو شاهدان یو، چې له دي ډلي څخه یو هم د دي ادارې د عوایدو لوړوالي دي، په تیر یو کال کې کابل ښاروالۍ شاوخوا ۸۰۰میلونه افغانۍ د تیرکال په پرتله عواید راټول کړی، چې دا خپله د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ پلاوي له لوری د

    ادامه...
  • د دشت برچی ، ګولایي دواخانه او میرویس میدان په سیو کې د ترافیکی سمون او نظم په اړه د کابل ښاروال پیغام

    د درنو ښاریانو د پام وړ !کابل ښاروالۍ کابل ښاریانو ته د لا ډیرو آسانتیاو برابرولو په موخه ځانګړي کړنلاري په پام کې لري چې په پلي کیدو سره به یې ښاریانو ته ښاری آسانتیاوی برابري شي.په همدې تړاو د سړکونو ترافیکي نظم د کابل ښاروالۍ په لومړیتوبونو کې ځاي لري،چې

    ادامه...