اذان صبح | 4.00 ق-ظ |
طلوع آفتاب | 5.2 ق-ظ |
اذان ظهر | 12:45 ب-ظ |
اذان عصر | 5:30 ب-ظ |
اذان مغرب | 6.55 ب-ظ |
اذان خفتن | 8:15 ب-ظ |
1 دالر | 70.40 افغانی |
1 یورو | 77.48 افغانی |
1 درهم | 18.71 افغانی |
1000 تومان | 1.2 افغانی |
1000 کلدار | 245 افغانی |
1000 هندی | 822 افغانی |
د روژې مبارکه میاشت د قرانکریم د نزول او د خدای( ج ) د بندګۍ میاشت ده. له همدې کبله د دې مبارکې میاشتې د را رسیدو په مناسبت ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه ټولو کابل ښاریانو ته مبارکي وایم. د اسلام مبارک دین له بنسټونو یوه یې د روژې په مبارکه میاشت کې د روژې نیول دي، چې هر کال د نړۍ د مسلمانانو له لوري ورته ښه راغلاست ویل کیږي.
ادامه...د نوي 1400 کال او نوروز د را رسیدو له کبله ټولو هیوادوالو په ځانګړې توګه کابل ښاریانو ته د زړه له تله مبارکي وایم. نوی 1400 کال په داسې حال کې پیلوو چې، هیواد مو له بل هر وخت سولې او پخلاینې ته اړتیا لري، د فردي او ټولنیزو مسئولیتونو په درک او همهاله د هیودانۍ مینې په حس سره هیله لرو، څو نوی لمریز کال په هیواد کې د سوکالۍ سعادت، ښکلا، آبادۍ او د ښاریانو لپاره له برکتونو ډک کال وي
ادامه...د کابل ښاروالۍ رهبري د جوزا ۲۴ مه چې د مور ورځې سره سمون خوري، د افغانستان ټولو زړورو او مبارزو مېرمنو ته د زړه له کومې مبارکي وایي. له بده مرغه اوس هم مېندې په سختو اقتصادي شرایطو، جګړو او ناخوالو کې ژوند کوي، خو له دې ټولو شته ستونزو سره سره دوی بیا هم هڅه کوي، چې خپلو بچیانو ته د سولې او مینې چاپیریال برابر کړي. موږ د افغان مېندو زړورتیا ته احترام کوو او د دې پرتمینې ورځې مبارکي ورته وایو.
ادامه...د کوچني اختر د رارسېدو مبارکي ټولو مؤمنو او دینداره هېوادوالو په تېره د کابل شریفو اوسېدونکو ته د زړه له تله وایم او هیله لرم چې دغه برکتناکې ورځې په هېواد کې دسولې او سراسري امنیت د راتلو پيلامه وګرځي. لکه څنګه چې د کابل شریف اوسېدونکي پوهېږي چې کابل ښاروالي د تر ټولو لوی خدمت رسوونکي ارګان په توګه د ښار په ۲۲ ناحیو کې د کرونا او قرنطین له امله زیانمنو شویو کورنیو زرګونه کورنیو باندې وچه ډوډۍ وېشې،
ادامه...د کابل ښاروالۍ مشرتابه د رمضان برکتي مياشتې مبارکي د نړۍ ټولو مسلمانانو، ګرانو او دینداره هېوادوالو په ځانګړې توګه د پلازمېنې اوسېدونكو ته وايي. په دې هیله چې په دغه مبارکه میاشت کې زموږ طاعات او عبادات د الله تعالی په دبار کې قبول شي او له انساني ټولنې ټولې ناروغۍ او مصيبتونه لری شي، ترڅو له ټولو تشویشونو لرې ژوند ولرو. د رمضان مبارکه میاشت د سولې او امنیت ټينګښت او له کرونا
ادامه...د کابل ښار درنو او معززو ښاریانو! تاسو قدرمنو ښاریانو ته د نوروز او ۱۳۹۹ هـ ل کال د رارسېدو له امله د زړه له تله مبارکي وایم. پسرلی او نوی کال د لویو امېدونو او لوړو ګامونو سره زمونږ لورې ته د حرکت په حال کې دی او مونږ ته د نویو خوشحالیو د پیل زیری راکوي.مګر په ورته وخت کې مونږ په داسې حال کې د سپرلي لمانځنه کوو چې د کرونا ویروس د نورو هیوادونو په څېر زمونږ په هیواد کې هم د خپرېدو په حال کې دی.
ادامه...د اسلام او د افغانستان د حق جهاد د لارې د شهیدانو پر پاکې ارواح درود!
زموږ په کلیز کې د سلواغې ۲۶مه له هېواده د یرغلګر او سره پوځ د ماتې او شړلو ۳۱مه کلیزه د ازادۍ د لارې زړورو او مجاهدو هېوادوالو، د شهیدانو وارثانو او باشهامته ملت ته د زړه له تله مبارکي وایم.
اسلامي ارزښتونو او د دې خاورې زرین تاریخ ته درناوی او د هغه ساتنه زموږ هر یوه افغان وجیبه ده، چې هرکله درناوی ورته کوو.
د محرم لسمه د حسیني عاشورا او د اسلام د جلیل القدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د لمسي له شهادت سره سمون خوري.
عاشورا؛ دغه تلپاتې حماسه د اسلام په ځلاند تاریخ کې لوړ او د پام وړ مقام لري.
په دغه ورځ حضرت امام حسین (رض) له خپلو ۷۲ ملګرو سره د کربلا په دښته کې د یزید له سر تر پښو وسلهوال لښکر سره د مخامخ کېدو په ځای کې په شهادت ورسېد
ګرانو ښاریانو! استقلال او خپلواکي له الهي نعمتونوڅخه شمیرل کیږي، هغه ملت چې شهادت لري، غلامي نلري. د افغانستان د خداې پاله او مومن ولس، زرین او ویاړلۍ تاریخ، په حقیقتکې استقلال غوښتنه او په خپلواکه توګه ژوندکول دي. زموږ خلک هیڅکله پرته له خداې او هیوادڅخه د بل شي په سوچ کې ندي او ددغه ښکلي ټاټوبي له خپواکۍ څخه د خپلو څاڅکو څاڅکو وینو په تویولوسره، ننګه او ساتنه کوي.
ادامه...