د سهار آذان | 5:32 ق-ظ |
لمر راختل | 6:58 ق-ظ |
د ماسپښين آذان | 12:30 ب-ظ |
د مازديګر آذان | 3:20 ب-ظ |
د ماښام آذان | 5:03 ب-ظ |
د ماسختن اَذان | 6:20 ب-ظ |
1 دالر | 71.23 افغانی |
1 یورو | 76.77 افغانی |
1 درهم | 19.43 افغانی |
1 تومان | 1.130 افغانی |
1 کلدار | 257.20 افغانی |
1 هندی | 812.50 افغانی |
د کابل ښاروالۍ مشرتابه د رمضان برکتي مياشتې مبارکي د نړۍ ټولو مسلمانانو، ګرانو او دینداره هېوادوالو په ځانګړې توګه د پلازمېنې اوسېدونكو ته وايي. په دې هیله چې په دغه مبارکه میاشت کې زموږ طاعات او عبادات د الله تعالی په دبار کې قبول شي او له انساني ټولنې ټولې ناروغۍ او مصيبتونه لری شي، ترڅو له ټولو تشویشونو لرې ژوند ولرو. د رمضان مبارکه میاشت د سولې او امنیت ټينګښت او له کرونا
ادامه ...د کابل ښار درنو او معززو ښاریانو! تاسو قدرمنو ښاریانو ته د نوروز او ۱۳۹۹ هـ ل کال د رارسېدو له امله د زړه له تله مبارکي وایم. پسرلی او نوی کال د لویو امېدونو او لوړو ګامونو سره زمونږ لورې ته د حرکت په حال کې دی او مونږ ته د نویو خوشحالیو د پیل زیری راکوي.مګر په ورته وخت کې مونږ په داسې حال کې د سپرلي لمانځنه کوو چې د کرونا ویروس د نورو هیوادونو په څېر زمونږ په هیواد کې هم د خپرېدو په حال کې دی.
ادامه ...د کابل ښاروالۍ مشرتابه د مارچ د اتمې چې د ښځو له نړیوالې ورځې سره سمه ده، د هېواد ټولو زیارکښو، هڅاندو، مفکرو او لوستو ښځو ته مبارکي وايي. ښځې د بشر د ټولنیز ژوند پر ټولو ډګرونو اعظمي اغېز لري او د ټولنې راتلونکي نسلونه روزي. ښځې زموږ د هېواد په تاریخ کې له ځانګړې احترام څخه برخمنې وې او د ټولنې په دیني، ټولنیزو او اخلاقي موازینو کې یې لوړ مقام درلودلی دی.
ادامه ...د اسلام او د افغانستان د حق جهاد د لارې د شهیدانو پر پاکې ارواح درود!
زموږ په کلیز کې د سلواغې ۲۶مه له هېواده د یرغلګر او سره پوځ د ماتې او شړلو ۳۱مه کلیزه د ازادۍ د لارې زړورو او مجاهدو هېوادوالو، د شهیدانو وارثانو او باشهامته ملت ته د زړه له تله مبارکي وایم.
اسلامي ارزښتونو او د دې خاورې زرین تاریخ ته درناوی او د هغه ساتنه زموږ هر یوه افغان وجیبه ده، چې هرکله درناوی ورته کوو.
د محرم لسمه د حسیني عاشورا او د اسلام د جلیل القدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د لمسي له شهادت سره سمون خوري.
عاشورا؛ دغه تلپاتې حماسه د اسلام په ځلاند تاریخ کې لوړ او د پام وړ مقام لري.
په دغه ورځ حضرت امام حسین (رض) له خپلو ۷۲ ملګرو سره د کربلا په دښته کې د یزید له سر تر پښو وسلهوال لښکر سره د مخامخ کېدو په ځای کې په شهادت ورسېد
بسم رب الشهداء و الصديقين
«وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ» (آلعمران: ۱۶۹)
د وږې ۱۸مه د هېواد د ملي قهرمان د شهادت له کلیزې او د شهید اونۍ له پيل سره سمه ده، د دې ورځې یادونه په واقعیت کې د هغو اتلولیو او سرښندنو په یاد راوړل دي، چې زموږ هېوادوالو د خپلو وینو پر بیه د خپل سپېڅلي حریم ساتنه کړې ده.
ګرانو ښاریانو! استقلال او خپلواکي له الهي نعمتونوڅخه شمیرل کیږي، هغه ملت چې شهادت لري، غلامي نلري. د افغانستان د خداې پاله او مومن ولس، زرین او ویاړلۍ تاریخ، په حقیقتکې استقلال غوښتنه او په خپلواکه توګه ژوندکول دي. زموږ خلک هیڅکله پرته له خداې او هیوادڅخه د بل شي په سوچ کې ندي او ددغه ښکلي ټاټوبي له خپواکۍ څخه د خپلو څاڅکو څاڅکو وینو په تویولوسره، ننګه او ساتنه کوي.
ادامه ...د کابل درنو ښاریانو څخه بلنه! کابل ښاروالۍ د شنو سیمو ودې او د سالم چاپيریال رامنځته کولو په موخه د ښار په اوږدو کې د لا ډیرو پارکونو رغولو پخاطر ستاسو د کابل درنو ښاریانو نقدي مرستو او پانګونو ته اړتیا لری. کابل ښاروالۍ د پارکونو رغولو، شنو سیمو ودې او کابل ښار کې د لا ښکلا په موخه د ښار په بیلا بیلو برخو کې د لا ډیرو معیاري پارکونو بیارغولو چاري پيل کوي،
ادامه ...